په جينيوا کې د ملګرو ملتونو په مقر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چېن شو د مارچ په ۲۰مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۸مه غونډه کې د بشري حقونو په اړه د چين مفکوره او دغو چارو ته د سياسي رنګ له ورکولو سره د مخالفت په اړه د چين دريځ بيان کړی دی.
د چين دايمي استازي چېن شو ويلي: که چېرې موږ رښتينی څواړخيزم پلی کړو، د بشري حقونو پر سمې مفکورې ټينګار ولرو او خپلمنځي رغنده ډيالوګ او همکارۍ وکړو، د بشري حقونو چارې ساتلای او پرمخبيولای شو.
ده زیاته کړه چې ځينې هېوادونه د بشري حقونو په پلمه د نورو په کورنيو چارو کې مداخله کوي، دوه ګونې معيارونه غوره کوي، شخړې او تقابل رامنځته کوي او پخپل سر پر نورو يواړخيز بنديزونه لګوي.
هغه وايي، داسې هېوادونه له بشري حقونو څخه پر خپلو سرغړونو سترګې پټوي، بلکې خپل ځان د بشري حقونو قاضي بولي، پخپله خوښه د نورو د بشري حقونو پر حالت نيوکه کوي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ميکانيزم صلاحيت او نوم ته زيانونه رسوي.