د ترکيې لويې څارنوالۍ د پوځي پرسونل د ۲۹۵ غړو د نيول کېدو امر صادر کړى دى. دغه کسان له هغې شبکې سره په اړيکو درلودلو تورن ښودل شوي دي چې رهبري يې په امريکا کې مېشت مذهبي مشر فتح الله ګولن کوي. انقره وايي، ګولن د ٢٠١٦ میلادي کال د کودتا په ناکامه هڅه کې لاس درلود، خو ګولن دا تورونه رد کړي دي. د ترکیې لويې څارنوالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ويلي په هغو کسانو کې چې ممکن ونيول شي، درې ډګروالان، اته جګړنان او لس تنه بريدمنان شامل دي. د دغو مشکوکو کسانو نيمايي د پوځ غړي دي. داعلامیې له مخې پاتې نور کسان په نورو پوځي ځواکونو کې دندې لري. دا لا څرګنده نه ده چې تر اوسه څو مشکوک کسان نيول شوي دي. په ترکيه کې د کودتا تر ناکامې هڅې وروسته له ٧٧ زره ډېر کسان نيول شوي او محاکمې ته په انتظار دي.