د شي جين پينګ د اقتصادي افکارو د تعبير په نوم پروګرام چې د چين ميډيا ګروپ او د دې هېواد د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې لخوا په ګډه جوړ شوی دی، د بېجينګ په وخت د مارچ د ۲۴مې نېټې د مازديګار په ۷ بجو او ۴۵ دقيقو به په سي سي ټي وي دویم چينل کې خپور شي.
دغه پروګرام د شي جين پينګ د اقتصادي افکارو د تعبير په پار لومړی ټليويزيوني پروګرام دی. په دې پروګرام کې به د چين اقتصادي چارواکي او کارپوهان د عملي مثالونو په بيانولو سره د شي جين پينګ اقتصادي افکار تعبير کړي.