د بواو اسيايي فورم د ۲۰۲۵م کال غونډې پرانيستې مراسم د مارچ د ۲۷مې نېټې په سهار تر سره شول، چې د سياسي مشرانو، د نړيوالو سازمانونو او تصديو استازو په شمول د څه باندې ۶۰ هېوادونو او سيمو له ۱۵۰۰ زياتو مېلمنو پکې ګډون وکړ.
د بواو اسيايي فورم د سږنۍ کلنۍ غونډې محتویات به د پخوانیو غونډو په نسبت لا متنوع او راتلونکې ته پر کتنې ولاړ وي.
د ټولیز بهیر درک، د ودې ترویج، د راتلونکې جوړول او د محرکې قوې کشفول به د دې غونډې څلور اصلي موضوعات وي.
دغه راز به د مصنوعي ځيرکتيا د استعمال او ادارې او ډيجيټلي پيوستون په اړه زیات بحثونه وشي.