د ۲۰۲۵م کال لپاره د جونګ ګوان ځون فورم کلنۍ غونډه د مارچ په ۲۷مه نېټه پرانېستل شوه.
د دې غونډې محوري موضوع «نړیوالې تخنیکي او علمي همکارۍ او د نوي کفيفيت توليدي ځواک » دی.
یاده غونډه د فورمونو او ناستو، تخنيکي معاملو، علمي تحقیقاتو د پايلو خپرولو او اړوندو فعاليتونو په شمول پنځه فرعي برخې لري.
دغه راز به په یاده غونډه کې د ۱۰۰ هېوادونو او سيمو په تړاو ۱۲۸ فعاليتونه ترسره شي او برخوال به د تخنيکي نوښت له لارې د نوي کيفيت توليدي ځواک د هڅولو په اړه بحثونه وکړي.