په امريکا کې د چين سفارت د مارچ په ۲۵مه نېته د فلاينګ ټايګرز(Flying Tigers) په نوم د امريکا د داوطلبانو له ډلې سره د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب ۸۰مې کليزې او د چين او امريکا ترمنځ د همکارۍ لپاره د نوموړې ډلې د روحيې د خپرولو په پار مېلمستيا تر سره کړه. په امريکا کې د چين سفير شيې فنګ په دغه مېلمستيا کې ګډون او وينا وکړه.
د ښاغلي شيې فنګ په وينا، چين او امريکا ۸۰ کاله مخکې د همکارۍ له لارې د انسانانو سوله ساتلې او دواړه هېوادونه په عصري زمانه کې د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ په اړه لا مهم مسئوليت لري. چين او امريکا د ملګرو ملتونو د بنسټګرو او د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه د دوهمې نړيوالې جګړې د پايلو د ساتلو ګډ مسئوليت پر غاړه لري او بايد د ملګرو ملتونو په محوریت نړيوال سيسټم، د نړيوالو قوانينو پر بنسټ نړيوال نظام او د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او قواعيدو پر اساس د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول وساتي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې د يو چين پېژندنې د اصل خلاف عمل نړيوال نظم او سولې ته زيان رسوي او بايد له جدي چلند ورسره وشي.