د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ د مارچ په ۲۶مه نېټه د های نان ولايت په بواو علاقه دارۍ کې د لاوس له لومړي وزير سونيکسای سيپسي، د ميکرونيزيا فډرالي ايالتونو له مرستيال پاليک، د مغولستان له لومړي مرستيال صدراعظم ګونتومور، د قزاقستان له لومړي مرستيال صدراعظم سکليار، د اندونیزیا د زیربناوو او سیمه ییزې پراختیا د همغږۍ له وزير اګوس او د پورتګال له دفاع وزير رنجیل سره وکتل.
ياد سياسي مشران د بواو اسيايي فورم کې د ګډون لپاره چين ته راغلي وو.
دينګ شوی شيانګ د لاوس له صدراعظم سونيکسای سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې د چين او لاوس د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ چارې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د لاوس د دولت رئيس تهونګ لون د ستراتيژيکي لارښوونې په رڼا کې په مسلسل ډول غوره او پلې شوې دي. ده ویلي چې چین او لاوس به يو د بل له مرکزي ګټو ملاتړ وکړي، په مختلفو برخو کې خپلمنځي همکاريو ته عملي بڼه ورکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا زياتې ګټې ورسوي.