چين صدراعظم لي چيانګ د مارچ په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د فرانسې له خارجه وزير جان نويل باروټ سره وکتل.
لي چيانګ په دې کتنه کې دې ته په اشارې ، چې چين او فرانسه دواړه د ازادې سوداګرۍ او څواړخيزم ټينګ ملاتړ کوونکي دي او اقتصادي ګټې يې يو له بل سره تړلې دي. ده وویل چې دواړه خواوې بايد په ګډه له پروټېکشنيزم او يواړخيزم سره مقابله وکړي او په پرانيستې رويې سره دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.
د لي چيانګ په خبره، چين فرانسه خپل همګار او ملګری ګڼي او هيله لري چې له دغه هېواد سره د هوانوردۍ او اټومي انرژۍ په شمول د شته همکاريو په څنګ کې د ډيجيټلي اقتصاد، مصنوعي ځيرکتيا او بيولوژيکي علم او ټېکنالوژۍ په شمول په نويو سمسورو صنایعو کې بالقوه همکارۍ پيدا کړي. روان کال د چين او اروپا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مې کليزې سره برابر دی، چين غواړي له اروپا سره د دې فرصت په رڼا کې خپلمنځي اړيکې لا پياوړې کړي او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د خبرو اترو له لارې خپل اختلافونه حل کړي.
د یادونې ده چې دواړو هېوادونو د پاريس تړون د لاسليک د لسمې کليزې په درشل کې د اقليمي بدلون په اړه يوه ګډه اعلاميه هم خپره کړې ده.