د چين د يون نان د ژغورنې يوه ٣٧ کسيزه طبي ډله په ځايي وخت د مارچ د ٢٩مې نېټې سهار په ۷ بجو د ميانمار د يانګون نړيوال هوايي ډګر ته ورسېده. دغه طبي ډله د زلزلې د مخکيني خبرداري سيسټم او بې پيلوټه الوتکو په شمول بېړني مرستندویه توکي رسولي دي.
د بېجينګ پر وخت د مارچ د ۲۹مې نېټې سهار په شاوخوا ۶ بجو د چين د يون نان د ژغورنې طبي ډلې د یون نان ولایت د کون مينګ ښار له چانګ شوی نړيوال هوايي ډګر څخه د میانمار زلزله ځپلې سیمې په لور الوتنه وکړه.