د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۹مه نېټه په ميانمار کې د زلزلې د ناورين له امله د دغه هېواد مشر مين اونګ هلاينګ ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په پیغام کې لیکلي، په دې پوه شوم چې په ميانمار کې د سختې زلزلې له امله سخت ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د دغې پېښې د قربانيانو کورنيو، ټپيانو او زلزله ځپلو خلکو ته د ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم. چين غواړي له ميانمار سره لازمې مرستې وکړي او د زلزله ځپلو سيمو له خلکو سره مرسته وکړي چې له ناورين سره مقابله وکړي او ژر تر ژره خپل کورونه بیا جوړ کړي.
د چین صدراعظم لي چيانګ په همدې ورځ هم د زلزلې له امله د ميانمار مشر مين اونګ هلاينګ ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.