د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د مارچ په ۲۸مه نېټه په خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سیرګي لاوروف په بلنه به د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ له ۳۱مې نېټې څخه د اپرېل تر ۲مې نېټې پورې له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړي.
وانګ يي به د دغه سفر په ترڅ کې د روسيې له مشرانو سره وګوري او د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره به خبرې اترې وکړي. چين غواړي د دغې ليدنې په پار له روسيې سره یو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د شوې مهمې ګډې نظریې د پلي کولو د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي او په راتلونکي پړاو کې د چين او روسيې د اړيکو د پرمختګ او د دواړو خواوو د ګډې پاملرنې وړ د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه ژورې خبرې اترې وکړي.