د پاکستان حکومت د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت په نامه د دوو خیریه موسسو پر فعالیت بندیز لګولی دی. د پاکستان حکومت په هندي کشمیر کې د وروستۍ مرگونې پیښې په اړه د نړیوالو غبرگونونو په نتیجه کې ددغو دوو خیریه موسسو د فعالیت د بندولو پریکړه کړې ده. د راپورونو له مخې جماعت الدعوه او فلاح انسانیت د لشکر طیبه د جهادي ډلې سره تړلې موسسې دي چې د سخت دریځه ملا حافظ سعید له خوا جوړې شوې دي. لشکر طیبه په هندي کشمیر کې د هند د پوځ په ضد جنگیږي. د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت خیریه موسسو فعالیت تیر کال د ملگرو ملتونو د پریکړه لیک پر اساس د پاکستان حکومت بند کړی و، خو دوه میاشتې وړاندې د پاکستان سترې محکمې ددې موسسو فعایت بیرته ازاد کړ. امریکا حافظ سعید د نړیوالو ترهگرو په لست کې شامل کړی دی او د هغه په نیولو یې د ١٠ میلیونو امریکایي ډالرو انعام ایښې دی.