د چین د یون نان د ژغورنې طبي ډله پر ځايي وخت د مارچ د ۳۰مې نېټې سهار په ۵ بجو په میانمار کې د نایپیداو ښار د یوه روغتون تر کنډوالو لاندې د ځايي ژغورنې ډلې سره په ګډه یو ژوندی پاتې شوی کس وژغوره. ژغورل شوی کس یو سپین ږیری سړی دی چې له نږدې ۴۰ ساعتونو راهیسې تر خاورو لاندې بند پاتې و. دا د میانمار زلزله ځپلو سیمو ته له رسېدو وروسته د چین د یون نان د ژغورنې طبي ډلې لخوا لومړنی ژغورل شوی کس دی.
د بېجينګ پر وخت د مارچ د ۲۹مې نېټې سهار په شاوخوا ۶ بجو د چين د يون نان د ژغورنې طبي ډلې د یون نان ولایت د کون مينګ ښار له چانګ شوی نړيوال هوايي ډګر څخه د میانمار زلزله ځپلې سیمې په لور الوتنه وکړه. په دې طبي ډله کې ۳۷ تنه شامل او له هغوی سره د زلزلې خبرداري سیسټم او بې پيلوټه الوتکو په شمول د ژغورنې تجهیزات شتون لري.