د مارچ د ۳۱مې نېټې د غرمې په دوولسو بجو او پنځلسو دقيقو له ميانمار سره د چين د بشري مرستولومړۍ جوپه د دې هېواد د يانګون هوايي ډګر ته ليږدول شوې ده. په ميانمار کې د چين سفير ما جيا او د دې هېواد د يانګون ولایت مشر سوتين د چین د مرستو هر کلی کړی دی.
سفیر ما جيا ويلي چې په دغو توکو کې ۱۲۰۰ کېږدۍ، ۸۰۰۰ کمپلې او څه باندې ۴۰ زره مرستندویه بستې شاملې دي.
ده ویلي چې د چین نورې مرستې به هم ژر میانمار ته ورسېږي.
ښاغلي سوتين ويلي چې دغه مرسته د چين د حکومت او چينايانو د ژورې دوستۍ ښکاندويي کوي.
هغه دغه راز ویلي چې تر زلزلې وروسته میانمار ته د نورو هېوادونو د ژغورنې له ټیمونو مخکې د چین ټیم ورسېد.
د خبر له مخې په دې هېواد کې د وروستۍ سختې زلزلې له کبله تراوسه ۲۰۶۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.