ایرچینا هوايي شرکت د مارچ په ۳۱مه نېټه له بېجينګ څخه د روسیې ولاديوستوک ته الوتنې پيل کړې او د لومړي پرواز د نمانځنې مراسم يې په همدې ورځ د ولاديوستوک په نړيوال هوايي ډګر کې تر سره کړي دي.
پر ځايي وخت د ماچ د ۳۱مې نېټې د ماښام په پنځو بجو لومړۍ الوتکه په سالمه توګه په ياد هوايي ډګر کې ښکته شوه.
په ولاديوستوک کې د چين سرپرست کونسل وانګ جون په دې مراسمو کې ګډونوالو ته په وینا کې ويلي چې د بېجینګ- ولادیوستوک ترمنځ د الوتنو په پيلېدو سره به په اقتصادي، کلتوري او سيلانيزو چارو کې د چين او روسيې ترمنځ همکارۍ لا پياوړې شي.
د یادونې ده چې ایرچینا الوتکه به هره شنبه، دوشنبه او پنجشنبه د بېجینګ او ولادیوستوک ترمنځ پروازونه کوي.