د چين د چيو شه مجلې د اپرېل په لومړۍ نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت او مرکزي پوځي کمېټې رئیس شي جين پینګ مهمه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی «د علم او ټیکنالوژۍ د یوه ځواکمن هېواد جوړولو د لوی هدف پر لور پرمختګ».
هغه په دې مقالې کې پر دې ټينګار کړی چې که ساينس او تخنيک پرمختګ ومومي، نو چيني ملت به سمسور وي، که ساينس او تخنيک قوي وي، نو هېواد به يې هم غښتلی شي. د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې د دې ګوند مرکزي کمېټې د نوښت له لارې پرمختيايي ستراتيژي پلې کړې، د نوښت ګر هېواد د ابادۍ د چټکتيا لپاره ستراتيژيکه دنده او د ۲۰۳۵ م کال د قوي ساينسي او تخنيکي هېواد د ابادۍ موخه يې ټاکلې او په پر له پسې توګه يې د اړوندو نظامونو اصلاحات تر سره کړي چې د هېواد په ساينسي او تخنيکي چارو کې ډېر تاريخي اهميت لرونکي لاسته راوړنې درلودلې او پکې تاريخي بدلونونه راغلي دي.
مقالې دې ته اشاره کړې چې د چین شکله عصريتوب بايد پر ساینسي او تخنيکي عصريتوب تکيه وکړي.
شي جین پينګ په دې مقاله کې لیکلي: موږ بايد د ساينس او تخنيک پر ستراتيژيک لارښوونکي مقام او بنسټيز رول ښه پوه شو، په دې برخه کې دې د ۲۰۳۵م کال ستراتيژیکې موخې ته پاملرنه وکړو، د هېواد عمومي طريقه دې جوړه کړو تر څو په ساينسي او تخنيکي چارو کې خپلواکي تر لاسه کړو.