شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

چين به د تايوان د خپلواکۍ غوښتونکو پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي

اپریل 3, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د خلکو ازادي بښونکي پوځ د ختيځ جنګي زون ځواکونو د اپرېل په دويمې نېټې د تايوان تنګي په مرکزي او جنوبي سمندري سیمو کې د تالندې او برېښنا –۲۰۲۵ اې په نوم پوځي تمرينونه ترسره کړي دي.

پوځي افسرانو د دغه تمرين تر ټولو د پاملرنې وړ ټکی دا ښودلی، چې د چين د خلکو ازادي بښونکي پوځ د ختيځ جنګي زون ځمکنيو ځواکونو د ختيځ سمندر په اړوندو سيمو کې له لرې واټن څخه د مهمو بندرونو او د انرژۍ تأسيساتو پر مجازي هدفونو د دقيق بريد تمرينونه کړي او مطلوبه پايله يې ترلاسه کړې ده.

چين دغه پوځي تمرين د تایوان د خپلواکۍ غوښتونکي لای چينګده د ناسمو څرګندونو او د نورو ورته غوښتنو او ”ترهګريزو کړنو“ پر وړاندې يو قوي اقدام یاد کړی دی.

د چين د خلکو ازادي بښونکي پوځ تېر کال د ګډ خنجر په نوم پوځي تمرينونه ترسره کړي وو او په روان کال کې يې د تايوان تنګي د تالندې او برېښنا –۲۰۲۵اې په نوم پوځي تمرينونه ترسره کړي دي.

شنونکي وايي، د چين د خلکو ازادي بښونکي پوځ د تايوان د خپلواکۍ غوښتونکو د مخنیوي لپاره لارې چارې زیاتې کړې دي.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د تايوان چارو د څېړنيز مرکز څېړونکي چن ګوي چينګ له سي اېم جي سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې د چين پوځ د تايوان تنګي د تالندې او برېښنا –۲۰۲۵اې په نوم پوځي تمرينونو پر مجازي دقيقو موخو بريدونه کړي او جنګي همغږۍ او همکارۍ ته یې پکې پاملرنه کړې او ښې پايلې يې ترلاسه کړې دي. د چن ګوي چينګ په وينا، د چين د پوځ له دغو تمرينونو څخه د هېواد د ملي حاکميت او د خاورې د بشپړې ساتنې لپاره د پوځ ټينګه اراده او قوي وړتيا ښکاري.

د تايوان خپلواکي غوښتونکی لای چينګده د تېر کال په مې کې واک ته رسیدلی او له همغه وخت راهيسې پر له پسې پروپاګنډ خپروي او داسې څرګندونې کوي، چې ګواکې تايوان د چين برخه نه ده.

لای چينګده د روان کال د مارچ په ۱۳مې نېټې يو ځل بیا له چين څخه د تایوان د جلاکېدو په اړه ناسمې خبرې کړي او د چين ستره برخه يې د بهرني دښمنانه ځواک په توګه بللې ده.

نوموړي له چين څخه د تايوان د بېلېدو په تړاو ۱۷ مادې لرونکې ستراتيژي ټاکلې او هڅې يې پيل کړي، چې د چين له سترې برخې سره د تايوان د بېلا بېلو ټولنو د نظريو تبادلې پرې کړي.

تايوانيانو د لای چينګده له يادې کړنې سره ټينګ مخالفت ښودلی او سختې نيوکې يې پرې کړې دي.

د چين سترې برخې د لای چينګده د يادو څرګندونو او کړنو په غبرګون کې پياوړي ځوابي اقدامات کړي او د اساسي قانون د واک ساتنې او د هېواد د جلاکېدو ضد قانون او د ملي دفاع قانون د پلي کولو په رڼا کې يې د تايوان خپلواکي غوښتونکو ته سخته سزا ورکړې ده.

کارپوهان د چين دغه تمرينونه معقول او له قانون سره سم بولي، خو د امريکا په مشرۍ ځينې لوېديځ هېوادونه او سازمانونه بیا د خپلو ګټو لپاره پر چين نيوکې کړي او ويلي يې دي، چې ګواکې بېجينګ په يوه اړخيزه توګه د تايوان تنګي حالات بدل کړي دي.

د تايوان تنګي د اوسني حالت حقيقت څه دی؟

په حقیقت کې ځينو بهرنيو کړيو د تايوان تنګي وضعيت زيانمن او بدل کړی دی او همدا لامل دی، چې تايوان تراوسه د چين له سترې برخې سره نه دی يو ځای شوی. ځينې هېوادونه او سازمانونه ستونزو ته لمن وهي، خو دا حقیقت نه شي بدلولی، چې ستره برخه او تايوان چين پسې تړاو لري. چينايان د چين ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا غواړي او په هیڅ صورت د هېواد تجزیې ته غاړه نه ږدي او همدا د تايوان د اوسني حالت حقيقت دی.

تاريخ او قوانينو ته په کتو، د قاهرې اعلاميې او د پوټسدام اعلاميې (Potsdam Declaration)په ګډون ډېرو سندونو کې تايوان د چين برخه بلل شوې ده.

د نړۍ ۱۸۳ هېوادونو د يوه چين د پېژندنې پر بنسټ له چين سره ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې دي. د تايوان اوسنۍ اداره له تېرو اتو کلونو راهیسې د روغتيا په نړيوالو غونډو کې ګډون نه دی کړی او د نړۍ هغو لسو هېوادونو، چې تش په نوم ډيپلوماتيکې اړيکې يې ورسره لرلې، هم پرې کړې دي او د دې ترڅنګ په نړيوال ډګر کې يې فعاليت تر زياتې اندازې کم شوی دی.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې د يو چین د پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې ګډ نظر او هم د نړيوالو اړيکو بنسټیز اصل دی.

د چين سترې برخې د تايوان د بېلتون غوښتونکو پر وړاندې اقدامات کړي او دغه کړنه یې د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليک له روحيې او د نړيوالو ګډو نظريو سره سمون لري.

ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو منلې، چې تايوان د چين یوه نه جلاکېدونکې برخه ده او دوی به په دوامداره توګه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۲۷۵۸م پر پرېکړه ليک او د يوه چين د پېژندنې پر اصل ټينګار ولري.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026

شي جين پينګ نوي ډيلي ته ورسېد

سپتمبر 12, 2026

له نيپال سره د چین د مرستندويه توکو پنځمه جوپه کتمندو ته ورسېده

سپتمبر 12, 2026

چين مېډيا ګروپ د اردن له پخواني لومړي وزیر عمر الرزاز سره ځانګړې مرکه وکړه

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In