شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چين چينګ مينګ ورځ

لیکنه: جان روان ځاځی

اپریل 4, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د نړۍ هر هېواد او په ټوله کې انساني ټولنه ښه او بد دودونه او رواجونه لري، چې بد یې د وروسته پاتې کېدو او ښه يې د حکمت، پوهې، ژوندي پاته کېدو او غوړېدو لامل ګرځي. وېښ ملتونه بد دودونه پرېږدي او ښه دودونه پالي او ان د اقتصادي پرمختګ سبب يې ګرځوي.

دودونه او رواجونه د بشري ټولنو اړين ارزښتونه او د ټولنو د پایښت او پرمختګ بنسټونه جوړوي، مادي او معنوي ګټې يې ساتي او سمون او پرمختګ ته يې لارې هواروي.

دودونه د ټبرونو او ملتونو هویت او تاریخ ژوندی ساتي او د خلکو مسئولیتونه او حقونه ترې راپورته کېږي.

چينايان ګڼې دوديزې ورځې او د خوښۍ اخترونه لري، خو تر ټولو مهم يې پسرلنی اختر دی، چې په وياړ يې په ټول چين کې یوه اوونۍ رخصت وي. خو په دې ليکنې کې به یې د يوې بلې ورځې (چينګ مينګ) په اړه لږ څه مالومات وړاندې کړم.

چينايانو يو کال د اقليمي‌ توپيرونو له مخې په ۲۴ برجونو يا څلو ويشلی، يو يې د چينګ مينګ څلی دی، چې پر مهال یې خلک د خپلو مړو شويو مشرانو او اتلانو ته درناوی څرګندوي او عموماً د ميلادي کال د اپريل په څلورمې او یا پنځمې نېټې يې مراسم ترسره کېږي. بل دغه ورځ په چين کې د اختر په څېر هم لمانځل کېږي.

چينايان ځانګړي اخترونه لري، خو درې اخترونه ( پسرلنی اختر، دوان وو اختر او د منځني مني اختر) او يوه ځانګړې ورځ (چينګ مينګ) ورته بيا ډېر مهم ارزښت لري.

د روان ميلادي کال د اپريل څلورمه نېټه د چين له چينګ مينګ سره برابره ده، چې په مناسبت يې په ټول هېواد کې يوه ورځ رخصتي وي.

نن په چين کې چينګ مينګ جيۍ (清明节) دی، چې چينګ(清) د پاک، مينګ (明) د روښان او جيۍ (节) د ورځې مانا لري.

خلک پدې ورځ خپلو مړو شوو نيکونو او نياګانو ته درناوی څرګندوي، چې دغه عمل ته بیا په چيني ژبه جي ځو (祭祖) وايي.

چينګ مينګ د چين په ډېرو سیمو کې د مړو شويو مشرانو د ياد ورځې په نوم هم يادېږي، چې پرمهال يې خلک ډول ډول دودونه پالي او ډېر ارزښت ورکوي.

چينايان د چينګ مينګ په درشل کې د خپلو مړو شوو نيکونو، نياګانو، خپلوانو او قربانيانو قبرونو ته ورځي، پاکوي يې، د ګلانو پاڼې پرې پاشي، د صبر ونې ښاخونه پرې ږدي، يادونه يې تازه کوي او دعاګانې ورته کوي.

چينګ مينګ اختر د چين د هان امپراتورۍ یعنې له ميلاد څخه درې پيړۍ مخکې دود موندلی او په څوارلسمې ميلادي پيړۍ کې د شهرت لوړو پوړيو ته رسیدلی دی.

چينايان اوس هم د چينګ مينګ دودونه پالي، خو د مشرانو قبرونو ته ورتګ او نمانځنه يې لږ څه ساده او پراخه شوې ده. دوی به پخوا په خپلو کورونو کې د خپلو مړو شويو مشرانو د دعا او درناوي مراسم ترسره کول، خو اوس د دولت لوړپوړي چارواکي، بېلا بېل سازمانونه او ټولنې د هغو اتلانو او مشهورو څېرو قبرونو ته ورځي، چې د چين د فاع او خدمت په خاطر یې ځانونه قربان کړي دي.

د چينګ مينګ ورځ د تا چينګ په نوم هم يادېږي، چې په پسرلي کې د چکر وهلو مانا ورکوي.

چينګ مينګ اختر معمولاً په پسرلي کې وي، نو چينايان د دغه اختر په ترڅ کې سيلانيزو ځايونو ته ځي، ميلې کوي، دودیزې لوبې ترسره کوي، د طبيعت له منظرو خوندونه اخلي او د پسرلي ښکلې منظرې ننداره کوي، چې دغه عمل ته په چيني ژبه تاچينګ (踏青) يعنې له پسرلنيو منظرو څخه خوند اخيستل وايي.

Share10Tweet6Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026

شي جين پينګ نوي ډيلي ته ورسېد

سپتمبر 12, 2026

له نيپال سره د چین د مرستندويه توکو پنځمه جوپه کتمندو ته ورسېده

سپتمبر 12, 2026

چين مېډيا ګروپ د اردن له پخواني لومړي وزیر عمر الرزاز سره ځانګړې مرکه وکړه

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In