شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

امریکا عملا نړیوال نظم له خطر سره مخ کړی

لیکنه: سیدخان

اپریل 5, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د امریکا له خوا ایران ته د سختې بمبارۍ ګواښ، دایران له خوا تر ځمکې لاندې د خپلو موشکي او راکټي ښار ګوټو نندارې ته وړاندې کېل، سیمې ته د امریکا د نویو جنګي الوتکو او بېړیو راوستل، په غزه کې د بشري ناورین دوام، پر یمن د امریکا او انګلیستان هوايي بریدونو او دغه راز په سره بحیره کې د یمن له خوا د امریکايي او اسراییلو بېړیو او تل ابیب په نښه کېدل، د اوکراین او روسيې په جګړه کې د ټرمپ له خوا د خپلو ګټو تعقیبول او په یو اړخیزو تعرفو سره د نړیوالې سوداګرۍ له خطر سره مخ کول هغه څه دي چې عملا يې نړیوال نظم په خطر کې اچولی او د دې اقداماتو په دوام سره آن د نړیوالې ګډوډۍ او جګړې احتمال هم لرې نه ښکاري.

تازه خبرونه دا دي چې امریکا په هند اقیانوس کې دیګوګارسیا جزیره کې خپلې پوځي اډې ته د بمبار سترې او پرمختللې الوتکې «بي ۵۲»، الوتکې وړونکې بېړۍ او الوتکو ته په هوا کې د تیلو ورکولو الوتکې او نور پرمختللي جنګي جازونه ځای پرځای کړي دي.

امریکا دا اقدام په داسې حال کې کوي چې په منځني ختیځ کې د اسراییلو او حماس ترمنځ یوه نا انډوله جګړه روانه ده چې تر اوسه پکې لسګونه زرو کسانو ژوندونه له لاسه ورکړي دي، پر یمن د امریکا او انګلیستان ګډ هوايي بریدونه او پر اسراییلو او سرې بحیرې کې د امریکا او اسراییلو پر بېړیو د یمن د واکمنې ډلې حوثیانو موشکي او راکټي بریدونه ادامه لري.

هېره دې نه وي چې امریکا په دې جګړه کې د اسراییلو تر څنګ ولاړه ده او آن د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ خو څه موده مخکې له غزې څخه د فلسطینانو د شړلو او پر دې تړانګه د خیټې اچولو طرحه هم وړاندې کړه چې د عربي هېوادونو له سخت غبرګون سره مخ شوه.

ټرمپ پر دې بسنه نه ده کړې او تازه يې ایران پر درنې او بې سابقې بمبارۍ ګواښلی دی او په مقابل کې يې ایران هم تر ځمکې لاندې خپلو موشکي او پرمختللو وسلو ویډیو ګانې نشر کړې او په یو ډول يې امریکا ته خپل زور ښودلی چې که لاس خطا کړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

دا د امریکا اصلي خاصیت دی چې هر هغه هېواد او هر هغه سیمه چې د دوی سیاست او غوښتنې نه مني، نړۍ ته يې یاغي، سرکش او د دوی په اصطلاح له بشري حقونو سرغړونکي او ترهګر معرفي کوي او د دې کار لپاره تبلیغات کوي څو د نړۍ عامو افکارو ته خپل ځان سپين او مقابل لوری تور ثابت کړي.

دوی په دې توګه غواړي چې د نړیوالو په ځانګړې توګه مخ پروده او وروسته پاتې هېوادونو پر اوږو همداسې سپاره پاتې وي، باداري ورباندې وکړي او د هغوی شتمنۍ، بشري قوه او هرڅه باید د امریکا په خدمت کې پاتې شي.

نو هر هېواد چې داسې حد ته نږدې شي چې نور امریکا ته سترګې برګولای او خپل حق ترې غوښتلای شي نو بیا د امریکا له اقتصادي او پوځي ګواښ سره مخ کېږي.

امریکا دا ځل آن له نړۍ سره ‌ډغرې پيل کړې او د ټولې نړۍ پر تولیداتو يې تعرفې لوړې کړې دي.

نتیجه:

په سیمه کې د امریکا نویو نظامي حرکتونو او اقدماتو ته په پام سره، دا خطر ډېر زیات دی چې نړۍ یوه یوې سترې او ورانونکې جګړې سره مخ شي، هغه جګړه چې امریکا يې پیلول غواړي.

دغه هېواد په خپلو غیر نورمالو کړنو سره نړۍ په تېره بیا آسیا له سخت خطر سره مخ کړې او د ټکنالوژۍ په دې عصر کې يې پر داسې خطرناکو عملونو لاس پورې کړی چې په یوه ټس به ټوله سیمه په اور کې وسوځي.

یاغي او سرکش هغه نومونه دي چې امریکا يې خپلو سیالو هېوادونو ته کاروي، خو که حقیقت ته وکتل شي نو امریکا د امریکا په کچه یاغي هېڅوک نشي کېدای.

دا هغه هېواد دی چې د ټولې نړۍ امنیت يې له خطر سره مخ کړی، په منځني ختیځ کې يې اور بل کړی، د غزې تړانګې، کاناډا هېواد، ګرنلنډ جزیره او پاناما کانال په زور او غیر قانوني توګه لاندې کول غواړي او عملا وايي چې دا سیمې باید د امریکا تر کنټرول لاندې شي.

د اوکراین او روسيې جګړې د پای ته رسولو لپاره هم له روسيې او هم له اوکراین څخه حق غواړي او د ټرمپ په وینا که دغه هېوادونه د امریکا غوښتنې ونه مني نو سخت زیان به وکړي.

هغه هېواد دی چې له ټولې نړۍ سره يې عملا تجارتي جګړه پيل کړې.

نو دې ټولو ته په پام سره د نړۍ په تېره بیا د سیمې هېوادونو لپاره لازمه ده چې سره متحد او یو لاس شي او په ګډه د امریکا د زیات غوښتنو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې په سیمه کې یو بل اور بل کړي.

Share6Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026

شي جين پينګ نوي ډيلي ته ورسېد

سپتمبر 12, 2026

له نيپال سره د چین د مرستندويه توکو پنځمه جوپه کتمندو ته ورسېده

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In