د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کاناډا کې د دغه هېواد سفیره کیلي نایټ د نیکي هیلې پر ځای په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ټاکلې ده. ټرمپ پر خپل ټوېټر لیکلي چې کیلي د هېواد غوره استازیتوب کړی دی، او دی باوري دی چې نوموړې به په لوړه کچه هم ددې هېواد ښه استازولي وکړي. تر دې مخکې نیکي هیلي په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وه چې د تېر کال د اکتوبر پر نهمه یې له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه. نیکي هیلي د ټرمپ د ادارې مهمه غړې بلل کېده او د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۱۷مه یې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه دنده پیل کړې وه.





































