د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اپريل په ۸مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د امريکا لخوا د تعرفو د لګولو له امله د ټولو هېوادونو مشروع حقونه او ګټې په جدي توګه له خطر سره مخ شوې.
ده زیاته کړې چې د امریکا دغه عمل د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اصولو څخه سخته سرغړونه ده او د څو اړخیزو اقتصادي نظامونو اصولو او د نړيوال سوداګريز نظام ثبات ته يې سخت زيانونه رسولي دي.
هغه وايي، دا د یو اړخیزم، سوداګرۍ ساتنې او اقتصادي ځورونې ښکاره بېلګه ده او د نړیوالې ټولنې لخوا يې په پراخه کچه مخالفت شوی او چين د دې کار سخته غندنه او مخالفت کوي.
لين جيان دې ته اشاره وکړه چې که امريکا د چین او امریکا او نړيوالې ټولنې ګټې په پام کې ونه نيسي او د تعرفې او سوداګريزې جګړې پر پيل ټينګار وکړي، چين به تر پايه مبارزه وکړي.