د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په يوولسمه په بېجينګ کې د هسپانيا له لومړي وزير پیدرو سانچز سره وکتل.
شي جين پينګ په دې لېدنه کې وويل، چين له هسپانيا سره د ټاکلو سټراټيژیو پر اساس ولاړ هراړخيز ستراتېژيک مشارک جوړول غواړي چې پرمختګ يې لازيات خوندځنده ځواک ولري.
شي جين پينګ وويل، چين او هسپانيا دواړه د څواړخيزو او پرانيستې همکارۍ ملاتړ کوونکي دي او دواړه خواوې دې هڅه وکړي چې لاعادلانه او معقول نړيوال اداري سيسټم جوړ کړي، نړيواله سوله او امنيت وساتي او ګډه وده ومومي.
شي جين پينګ پردې تينګار کړی، چې د تعرفو جګړه ګټونکی نه لري او په وینا يې که څوک له نړۍ سره جنجال غواړي، نو جنجال به يې له نړۍ څخه د ځان د منزوي کېدو سبب وګرځي. ده زیاته کړې چې چين او اروپا دې په ګډو هڅو نړيوال مسئوليتونه ادا کړي، د اقتصادي نړيوال کېدو بهیر او نړيوال سوداګريز چاپيريال وساتي، د يواړخيزم د بادارۍ مخه دې ونيسي او د خپلو حقه حقونو ترڅنګ دې نړيوال عدالت او نړيوال اصول او نظام هم وساتي.
پیدرو سانچز وويل، چې هېواد يې له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي له چين سره د لوړې کچې اړيکې وساتي او د سوداګرۍ، پانګونو، علمي او ټېکنالوژيکي نوښت په ګډون بېلابېلو برخو کې خپلمنځي ګټورې همکارۍ پياوړې کړي.
هغه زیاته کړه، چې چين د اروپايي ټولنې مهم همکار دی او هېواد يې تل د دواړو لوريو د اړيکو له ثابت پرمختګ څخه ملاتړ کوي. ده دغه راز ویلي چې اروپا له پرانيستې او ادازې سوداګرۍ ملاتړ کوي، د څواړخيزم ملاتړ کوي او له يواړخيزو تعرفو سره مخالفت کوي.