د هند د پوځ مشر بیپن راوت وایي، د پاکستان د پوځ د مشر هره کړنه او هره خبره څاري. نوموړي ویلي، دی خبر دی چې هغه څه کوي، چېرته ځي او د هند پر وړاندې څه ډول عمل کوي. هغه په خپلو خبرو کې ویلي، زه د باجوه تقليد کوم، که بد عمل وکړي پښېمانه به شي. په ورته وخت کې د پاکستاني پوځ وياند پخپل بيان کې ويلي، د سیمه ییزې سولې لپاره یې هند ته ویلي چې د دوی ټولې چارې دې وڅاري. د پاکستاني پوځ وياند تيره ورځ په پينډۍ کې د يو مطبوعاتي کنفرنس پر مهال په هند ټينګار کړى و چې د پاکستاني لومړي وزیر عمران خان د مذاکراتو پر وړانديز دې عمل وکړي خو هند پخوا لا ویلي چې د خبرو وخت پای ته رسېدلی دی او نور له پاکستان سره د خبرو لپاره څه نه لري.





































