د “نیجا ۲” فلم په لاس نقاشي شويو پوسټرونو نندارتون د دغه فيستيوال د یو ځانګړي نندارتون په توګه تر سره کېږي. دغه نندارتون د بېجينګ د نړيوال فلم فيسټيوال د تنظيم کميټې او د چین ميډيا ګروپ لخوا په ګډه پلان شوی دی.
د “نیجا ۲” فلم د روان کال د پسرلني جشن په موده کې خپور شوی چې د پلورل شویو ټکټونو شمېر يې په پر له پسې توګه د چین د فلم بازار کې تاریخي ریکارډونه جوړ کړي او په نړۍ کې د فلمونو د پلورل شویو ټکټونو په لیسټ کې هم لومړی ځای لري.
په یاد نندارتون کې د “نیجا ۲” د فلم له ۱۵۰ څخه ډېر په لاس رنګ شوي پوسټرونه نندارې ته وړاندې شوي دي.