د چين دولت رئیس شي جين بينګ د اپرېل په ۲۳ مه له اقلیمي بدلون سره د مقابلې او عادلانه تېرېدو سرمشریزې ته وينا وکړه.
نوموړي ویلي، نننۍ نړۍ په چټکۍ بدلیږي، او انسانان نوې څلور لورې ته رسيدلي دي.
ده دغه راز زیاته کړې، که څه هم ځيني لی هېوادونه د يواړخيزم او پروټېکشنيزم څپه راپورته کوي او نړیوالو اصولو او نړیوال نظم ته سخت زيانونه رسوي، خو زمان په هر حالت کې تېريږي.
شي جين پينګ نړيوالې ټولنې ته وړانديز کړی، چې پر څواړخيزم دې ټينګار ولري، نړيوالې همکارۍ دې ژورې کړي، عادلانه بدلون ته دې وده ورکړي، ټینګ او عملي ګامونه دې پورته کړي.
نوموړي زیاته کړه، چين غواړي چې ټولې خواوې دې خپل مسوولیتونه ادا کړي او د دې لپاره دې تر خپلې وسې پورې هڅې وکړي او په يووالي او همغږۍ سره دې دومداره پاکه او ښکلې نړۍ جوړه کړي.