د اټومي انرژۍ په نړیواله اېجنسۍ کې د چین، روسیې او ایران دایمي استازو د اپریل په ۲۴مه نېټه په ګډه د دې اېجنسۍ له عمومي مدیر رافیل ګروسي سره وکتل.
د درېیو هېوادونو استازو پر دې ټینګار وکړ، چې د متقابل درناوي پر اساس ډیالوګ د ایران د ذروي مسئلې د حل یوازينۍ او اغېزمنه لاره ده. دوی له یادې نړیوالې اېجنسۍ ملاتړ څرګند کړ چې په فعاله او رغنده رویه د ایران د ذروي مسئلې په اړه سیاسي او ډیپلوماتیک کوښښونه هڅوي.
په یاده اېجنسۍ کې د چین دایمي استازي لي سونګ ویلي، چین د ذروي وسلو د نه خپرېدو په اړه د ایران ژمنه ستايي او غواړي له روسیې، ایران او یادې اېجنسۍ سره همغږۍ او همکارۍ پياوړې کړي، تر څو د ایران د ذروي مسئلې د سیاسي حل په جریان کې مثبت رول ولوبوي.