چين ميډيا ګروپ د اپرېل په ۲۴ مه په بېجينګ کې د آس ځغاستې له نړيوال فدراسیون سره د همکارۍ یادښت لاسليک کړ، چې له مخې به يې دواړه خواوې د آس ځغاستې لوبې د پرمختګ، د سياليو د راپور جوړولو په ګډون يوشمېر برخو کې ګډې همکارۍ وکړي.
دغه یادښت د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ رئیس شن های شيونګ، د آس ځغاستې نړیوال فدراسیون رئيس او د اولمپیک نړيوالې کمېټې غړي انګمار ډيورس له خوا لاسليک شوی دی.