د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان له پيل راهیسې، په دې هېواد کې د چمنونو د ساتنې په برخه کې بې ساري پرمختګونه او مهمې پايلې ترلاسه شوې دي.
د احصايې له مخې، د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان له پيل راهیسې، د دې هېواد د چمنونو د ساتنې او بيارغونې لپاره د مرکزي ماليې ملاتړ ټولټال ۱۱۰ ميلياردو یوانو ته رسېدلی دی، چې هر کال په اوسط ډول له ۳ میلیونو او ۶۷ زرو هکتارو څخه زيات چمنونه بيارغول شوي دي. د چين د چمنونو پيمانه نږدې ۲۶۶ ميليونو او ۶۶۷ زرو هکتارو ته رسېږي، چې په نړۍ کې لومړی مقام لري.