ټرمپ دې د شمالي کوریا په اړه ناسمو خبرونو ته غوږ نه نیسي. د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون وايي ځینې کړۍ غواړي د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ روانې خبرې پایلې ته و نه رسېږي. دده په وینا ګڼې امریکايي او نړیوالې رسنۍ له ټرمپ سره د راتلونکې لیدنې په اړه منفي تبلیغات کوي. هغه زیاته کړې، دوی وايي چې ګواکي شمالي کوریا به تر هوکړې وروسته هم اټومي فعالیتونه ولري، خو دا خبره ناسمه ده. کیم جونګ اون پر ټرمپ غږ کړی، چې د دروغو او ناسمو خبرونو له اورېدو ډډه وکړي. د شمالي کوریا ولسمشر دمګړی په چین کې دی او له هغه ځایه به ویتنام ته روانېږي. په ویتنام کې به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ویني او دواړه لوري به په اټومي برخه کې ځینې هوکړې لاسلیک کړي.





































