د هند لومړي وزیر عمران خان ته په خطاب ویلي چې که په رښتیا پښتون دی نو پر خپله خبره دې ودرېږي. نریندا مودي وړمه ورځ په هند کې د یوې وینا پر مهال ویلي، پاکستان په هند کې په خونړیو پېښو کې لاس لري. دده په خبره عمران خان ورسره ژمنه کړې وه، چې دی به په سیمه کې د امنیت په راتګ کې همکاري کوي. د مودي په خبره عمران خان ورسره په تلیفوني خبرو کې ویلي وو، چې دی د یوه پښتون زوی دی نو پر خپله خبره به درېږي. مودي وايي، عمران خان ورسره ژمنه کړې وه، چې د ترهګرۍ، فقر او اقتصادي ستونزو پر وړاندې به جګړه کوي خو اوس یې یو ځل بیا د هند پر ضد جګړه پيل کړې ده. ده عمران خان ته په خطاب پخپله وینا کې وویل، چې که پښتون یې او رښتیا د پټان زوی یې نو پر خپله خبره ودرېږه. عمران خان بیا په ځواب کې ویلي، هند دې همکاري وکړي او دوی ته دې معلومات ورکړي نور هر څه چې په پاکستان پورې اړه ولري دوی مرستې ته تیار دي.





































