هند په شلو بمونو پاکستان ختمولی شي. د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستان ته نه ده په کار چې د هند پر وړاندې د تشدد او جګړې لار خپله کړي. دده په وینا دا سمه ده چې پاکستان یو اټومي قدرت دی، خو هند هم تر چا کم نه دی. دده په وینا که پاکستان هند تحریک کړي یا پر هند برید وکړي، نو د پاکستان له یوه اټومي بم سره به هند ټول پاکستان له منځه یوسي. دده په خبره هند کولی شي په شلو اټومي بمونو ټول پاکستان له خاورو سره خاورې کړي. پرویز مشرف دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا خپل اوج ته رسېدلې ده.





































