د درېيمې نړۍ په نژدې ټولو ملتونو کې د ماډرنېزم او ډرېډنشلېزم یا د نویتوب او سنتګرايۍ د مظاهرو ترمنځ یو تقابل روان دی. دا یو لوی او پراخ بحث دی چې د کومې کړنلارې په خپلولو سره هم له نړیوالو پرمختګونو سره مله واوسو او ترڅنګ یې خپل دیني ارزښتونه او ملي او کلتوري دودونه او هویت هېر نه کړو. هغه ملتونه چې خپل ټول دیني او ملي ارزښتونه د نورو په تقلید کې هېروي، په نهایت کې له بېهویتۍ سره مخ کېږي. هغوی چې برعکس بیا د خپلو کلتوري ارزښتونو په کلا کې ځانونه ایساروي، له نورې نړۍ سره د اګاهانه تعامل دروازې تړي، د پرمختګ له کاروانه شاته پاتېږي. منځنۍ تګلاره چې په نړیواله کچه منلې هم ده، دا ده چې له نړیوالو پرمختګونو سره خپل دیني او ملي تشخص او هویت هم وساتو. د دې ګفتمان په منځ منځ کې د مدرسې او ښوونځي یا مدرسې او پوهنتون واټن هم مطرح کېږي.
دا بحث یوازې تر افغانستانه نه شو راټولولای. که ووایو چې زموږ د شاوخوا سیمې په پرتله دا ربړه افغانستان کې لږه زیاته جدي ده، ښايي همداسې وي. دا لوی بحث دی چې واضحه ستراتيژي او اوږدمهاله کار ته اړتیا لري، خو نن ځکه دا بحث رایادېږي چې تېره اونۍ په لوګر، وردګ او کاپيسا کې د افغان اردو په ملتیا، بهرنیو ځواکونو زموږ څو مدرسې او جوماتونه راشهیدان کړل. له دې جملې د کاپيسا په تګاب کې د طریقت د مشهور مرشد میاګل جان آغا رحمه الله مدرسه (حمیدیه مدرسه) هم وه. دې مدرسې د مذهبي ارزښت ترڅنګ، سل کلن تاریخي قدامت درلود. زرګونه طالبان او مریدان یې درلودل. دیني، روحاني او تاریخي حیثیت یې درلود. دې کورنۍ د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې مهم کردار درلود. له همدې امله غازي امان الله خان ورته د «لمر علی» نښان هم ورکړی و.
هغه مدرسه چې په خپل سل کلن دیني او روحاني مزل کې یې ډېر نظامونه او په دا وروستیو کې د ډېرو ایډیالوژيکو لوریو حکومتونه تجربه کړل او له دومره کړکېچنو شرایطو روغه راووته او نن د ډیموکراسۍ او د بشر د حقونو علمبردارانو ونړوله!
د دې مدرسې مظلومانه شهادت ښيي چې اوسنی د ډاکټر غني افغان حکومت ته خپل ملي او دیني اقدام څومره ارزښت لري. د دوی له دغه وړ کړنو یې د واک د ولسي ريښې درک هم لګولای شو. له دې پورته لوی بحث دا دی چې ارګ کې ناست د بیروت او کلمبیا او د فل برایټ فارغین چې په کومې بېرحمۍ د مدارسو او مساجدو د شهادت ننداره کوي، دا یو ځل بیا د مسجد او مکتب یا مدرسې او پوهنتون د تقابل بحث راپورته کوي. دا ښيي چې دوی نه یوازې د ټولنیز چاود د راټولولو غم نه کوي، بلکې په لوی لاس د مکتب او مدرسې واټن زیاتوي. که خدای مه کړه، دا کار په طالب کې د غچ روحیه راوپاروي او له یوې مخې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې له مکاتبو سره هغه چلن وکړي، چې ارګ یې له مدارسو سره کوي، د دغه وړ احتمالي ناورین بیه به څوک پرې کوي؟! د دې پړه به د چا په غاړه وي؟!
کله چې طالب تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د ښوونځي ساتنه او پالنه کوي، دا هیلې راټوکوي چې د مکتب او مدرسې د ټکر بحث یو وېره ده، ځکه د مدرسې طالب ټوپک په اوږه د ښوونځي ساتنه خپله دنده بولي؛ خو چې د مدارسو په تړاو د ارګمېشتو بېتوپيري وګورو، دا وېره جدي شي چې خدای مه کړه چې د غچ څپه یې راوالوځوله، بیا به هغه حالت دې بېچاره ولس ته څه خپسې وروښيي!
دا یوازې د تګاب مدرسه نه وه چې تېره اونۍ شهیده شوه. د دې مدرسې ترڅنګ، په وردګو او لوګر کې هم مدرسې ونړول شوې او هم ورسره عام افغانان شهیدان شول. د وردګو جلګې ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو تر شلو زیات عام افغانان شهیدان کړل. په دغو بمباردونو کې داسې کورنۍ هم شته چې ټول غړي يې شهیدان شوي دي.
د عامو افغانانو مظلومانه شهادتونو له هغې وروسته زور واخیست، چې په کابل کې اشرف غني او عبدالله عبدالله ګډ حکومت جوړ کړ او په ۲۰۱۷ ز کال کې ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې واک ته ورسېد. د اشرف غني حکومت امریکایانو ته یو ځل بیا د شپنیو عملیاتو، بېحده بمباریو، زندانونو ساتلو او د افغانانو د وژنو مخه پرانیسته او د عامو افغانانو ترڅنګ یې ان د ملي اردو په بمبارد هم خوله چوله نه کړه. ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړي کال کې خپلو پوځیانو ته پراخ واکونه ورکړل، چې که وکولای شي د جګړې له لارې طالبان مات کړي. پخواني امریکايي قومندان جان نیکولسن ژمنه کړې وه چې تر یوه کاله به نوي سلنه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي. د جګړې شدت څه ګټه ونه کړه. ټرمپ پر خپلو جنرالانو او پوځي سلاکارانو باور وبایلود، د بدیلې لارې په لټه کې شو، دې ته یې ترجیح ورکړه چې خپل ځواکونه د تفاهم له لارې له افغانستانه راوباسي؛ خو «زموږ» د کابل واکمن لا هم پر پخواني خره سپاره دي او د جګړې بګتۍ غږوي!
خو د ټولو سترګې ارګ ته وراوښتې، چې تاسې خو لږ تر لږه له افغان مور و پلاره زیږېدلي یاست، تاسې خو باید د وضعیت کره جاج اخیستی وای او په دومره بېرحمۍ مو د خپلو خلکو په وژلو سترګې نه وای پټې کړې. د افغانانو د مظلومیت داستان اوږد دی. هغه څه چې په دې وروستیو کې تکرار پېښېږي، زموږ د دیني-علمي بنسټونو نړول او ویجاړول دي چې پایلې يې ډېرې وېروونکې برېښي.
تېر کال کندوز کې پر مدرسې له بمبارد راهیسې دا پېښې ډېرې تکرار شوې، چې وروستۍ هغه یې د تګاب او وردګو مدرسې دي. اصلي بحث دا دی چې په افغانستان کې د مدارسو ولسي ريښې او تاریخي قدامت له هېچا پټ نه دی؛ خو بیا هم په بشپړې بېغورۍ سره بمباردېږي او علما یې شهیدانېږي. د داسې پېښو تر شا د مدرسو او پوهنتون ترمنځ د واټن پيدا کولو او ان دښمنۍ جوړولو پټې لومې ښکاري. د دې ترڅنګ اوس ډېر پوهنتون لوستي ځوانان لرو چې د مدرسې تقدس او عظمت ته درناوی لري او پر اهمیت یې اګاه دي او له بلې خوا طالب خپلو سیمو کې د مکاتبو ساتنه کوي.