جواد ظریف پر خپل انستاګرام لیکلي دي چې له خپلې دندې استعفا کوي او هیله لري چې تر ده مهم او بریالي کسان دا مسوولیت مخ ته یوسي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم له رسنیو سره په خبرو کې د هغه استعفا تایید کړې ده. جواد ظریف ویلي له ټولو ایرانیانو مننه کوي چې پوره ۶۷ میاشتې یې دی د بهرنیو چارو د وزیر په توګه زغملی دی. دده په خبره د خپلو تېروتنو له امله له ټولو ایرانیانو بښنه غواړي. جواد ظریف په ایران کې تر ټولو مهم مرکچي او مخکښ ديپلومات وو. هغه په ایران کې له دې امله ځانګړی محبوبیت لري، چې ویې کړی شول له امریکا سره د ایران اټومي لانجه حل کړي. ظریف د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره اوږده مذاکرات وکړل او په پایله کې یې خپلې غوښتنې پر امریکا و منلی شوای.





































