یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

منځني ختیځ ته د ټرمپ سفر او د فلسطین هېر شوي مظلومان

لیکنه: سیدخان

مې 18, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې تازه يې د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونو ته سفر کړی او د سعودي عربستان، قطر او اماراتو سره سګونه میلیارډ ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

عربستان په امریکا کې د ۶۰۰ میلیارډ ډالرو پانګونې اعلان کړی او دغه راز يې یاد هېواد ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پرمهال له نوموړي سره د ۱۴۲ میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو اخیستلو تړون لاسلیک کړی دی.

قطر هېواد هم دغه هېواد ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت یوه الوتکه ډالۍ کړې او د ۲۴۳ میلیارډ او ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت يې اقتصادي او پوځي تړون ورسره لاسلیک کړی دی.

د اماراتو متحده ایالاتو هم له ټرمپ سره د ۲۰۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو منځني ختیځ ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفرهممهاله یو ځل بیا په غزه کې د ستر انساني ناورین خبر ورکړی دی.

په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ټام ویلچر د مې په ۱۳مه په داسې حال کې په غزه کې د انساني ناورین خبرداری ورکړی چې د عربي هېوادونو مشران د فلسطین د مظلونو خلکو د نجات پرځای د امریکا د اقتصاد د نجات لپاره مټې را بډ وهلې دي.

ټام ویچلر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه بېړنۍ غونډې ته چې د ډنمارک، سلووني، انګلیستان او فرانسې له خوا په غزه کې د خراب او خطرناک انساني وضعیت په اړه د بحث لپاره جوړه شوې ویلي چې له لسو اوونیو ډېر وخت کېږي چې غزې ته هېڅ خواړه، درمل، اوبه او د کډوالو د سرپنا لپاره څه نه دي داخل شوي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې په غزه کې هېڅوک خوندي نه دي او ټول د مرګ لپاره شېبې شماري.

د ملګرو ملتونو دغه مقام په خپل راپور کې ویلي چې په غزه کې په هرو پنځو تنو کې یو يې له قحطۍ سره مخ دی، بشردوستانه او خدماتي سیستم په بشپړ ډول له منځه تللی.

ده د امنیت شورا غړو هېوادونو ته په خطاب کې ویلي: آیا په دې اړه مو فکر کړئ چې راتلونکي نسلونه به له تاسو څخه پوښتنه وکړي چې تاسو په غزه کې د پېړۍ د تر ټولو وحشي جګړې درولو لپاره څه کړي؟ آیا راتلونکي نسل ته به زموږ ځواب یوازې دا وي چې د انساني غمېزو په غبرګون کې مو یوازې بیانيې صادرولې؟

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فوڅونګ هم په غزه کې د اسراییلو پر کړنو نیوکه کړې او ويې ویل چې هغوی په غزه کې په داسې حال کې بریدونو ته دوام ورکړی چې هلته بشري ناورین رامنځته شوی دی.

نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په غزه کې د بشري ناورین د ختمولو لپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي.

په داسې حال کې چې د امریکا اقتصاد د پرځېدو له خطر سره مخ دی نو د خپل اقتصاد د پرځېدو د مخنیوي په موخه يې عربي هېوادونو ته د سوال کچکول نیولی او له هغوی يې د سلګونه میلیارډ ډالرو په ارزښت مرستې او تړونونه ترلاسه کړل.

 خو ټرمپ د یوه لوی هېواد او د نړۍ په کچه د تر ټولو ستر اقتصادي قدرت په توګه په همدې سیمه کې د فلسطین د مظلومو انسانانو د حال په اړه هېڅ یادونه ونه کړه.

منځني ختیځ ته د ټرمپ سفر په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي، ځينو دا سفر تاریخي بللی خو ځینو بیا یوازې د خپلو ګټو په لړ کې یو ګام او له کمزورو هېوادونو د باج اخیستنې لپاره یو اقدام بللی دی.

د رای الیوم مشهورې ورځپاڼې مسوول مدیر عبدالباري عطوان د یادې انټرنیټي ورځپاڼې په یوه سرمقاله کې لیکلي چې سیمې ته د ټرمپ سفر تاریخي نه، بلکې له عربي هېوادونو څخه د باج اخیستنې سفر دی.

ده ویلي چې په حقیقت کې سیمې ته د ټرمپ سفر د خپل اقتصاد د پرځېدو د مخنیوي او د دغه هېواد د ۴۲ ټریلیون ډالري عمومي پور د کمېدو په موخه له عربي هېوادونو څخه د میلیارډونو ډالرو باج اخیستنې په موخه شوی دی.

نوموړي دغه راز ویلي چې د ټرمپ سفر به سیمې ته په هغه صورت کې تاریخي بلل شوی وای چې په غزه کې يې د اسراییلو له خوا روانه نسل وژنه سملاسي پای بنده کړې وای.

سپينې ماڼۍ ویلي چې ټرمپ او ورسره پلاوي يې له عربستان سره د ۱۴۲ میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅلای تړون او له قطر هېواد سره يې د ۲۴۳ میلیارډ او ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت يې اقتصادي او پوځي تړونونه لاسلیک کړي دي.

دغه راز يې د اماراتو له متحده ایالاتو سره هم د ۲۰۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In