پاکستان د هند پر وروستي برید غبرګون ښودلی دی. د پاکستان پوځ وايي هندي الوتکو په غیر قانوني توګه ددوی په خاوره کې برید کړی دی. د سرچینې په وینا هندي الوتکې له کنټرول کرښې ور اوښتې دي او د ټولو هوکړو پر خلاف یې د پاکستان په خاوره کې بمونه غورځولي دي. پاکستانی حکومت وایي په برید کې د جمو او کشمیر په سیمه کې خلکو ته تلفات اوښتي دي. پاکستان وایي د هند دغه اقدام د نړیوالو قوانینو نقض دی او باید نړیوالې ادارې یې په اړه غبرګون وښيي.





































