پاکستان د هندي پوځ ادعا رد کړې ده چې ګواکي د ترهګرو پر مرکزونو یې برید کړی دی. د پاکستان پوځ وایي همدا چې هندي الوتکې له کنټرول کرښې ور اوښتې دي، پاکستاني الوتکو یې مخه نیولې ده. د پاکستاني پوځ ویاند آصف غفور وایي، هند الوتکو له پاکستانۍ خاورې د تګ پر مهال په بالا کوټ کې پر ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي دي چې تلفات نه لري. هندي رسنیو بیا تر دې وړاندې ادعا کړې چې هندي پوځ د پاکستان په خاوره کې یې د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه کړي دي او تر دوو سوو پورې وسله وال یې وژلي دي. سرچینې وايي، چې هندي هوايي ځواک د جیش محمد ډلې د سوق او ادارې یو مهم مرکز هم په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی.



































