سومالیایي چارواکي وایي چې د یاد هېواد پلازمینې موګادیشو ته نږدې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې ۱۰ تنه وژل شوي دي. د چارواکو په خبره، دغو مشکوکو کسانو چې په کلاشینکوفونو سمبال وو، پرون یې د موګادیشو په ۱۷ کیلومټري کې پر سیمه ییزو خلکو ډزې کړې دي. د دوی په خبره په ۱۰ وژل شویو کې ډیری یې هغه مېرمنې وې چې سړکونه یې پاکول. که څه هم تر اوسه ددې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو د سومالیا چارواکي د الشباب تندلارې ډله چې له القاعده شبکې سره اړیکې لري، د دې کار مسووله بولي.



































