یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

ولې د اسيان- چين- خليج هېوادونو سرمشریزه د پاملرنې وړ ده؟

مې 29, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د اسيان- چين- د خليج هېوادونو د همکارۍ کمېټې ترمنځ لومړۍ سرمشريزه د مې په ۲۷مې نېټې د ماليزيا په پلازمېنې کوالالمپور کې ترسره شوه ، چې د نړۍ پاملرنه یې راجلب کړې ده.

نړيوالو دغه درې اړخيزه سرمشريزه بې سارې او د درې اړخيزو همکاريو د نوي پړاو پيل یې بللی او په دې اند دي، چې دغه سرمشریزه به د سيمه ييزو همکاريو په برخه کې د څلي رول ولوبوي او له عنعنوي جيوپوليټيک اتحاد څخه به د نوې زمانې همکاريو ته لاره هواره کړي.

نړيوالې نقشې ته په کتو، داسې ښکاري، چې چين د اسيان او خليج هېوادونو سره لوی مثلث جوړوي او د ماليزيا خبري رسنيو هم دغه درې اړخيز همکاريز ميکانيزم ته د”طلايي مثلث“نوم ورکړی دی.

 دغه سرمشريزه د اسيان د نوبتي رئيسه هېواد ماليزيا په کوربتوب ترسره شوې او چين هم پکې فعال او مهم رول لوبولی دی.

چين په دغې سرمشریزې کې د درې اړخيزو همکاريزو برخو او په اوسنۍ زمانې کې د نړيوالې همکاريزې او پرمختيايي نمونې د جوړولو په پار خپل دريځونه بیان کړي او په مهمو برخو کې يې د خپلمنځي همکاريو لايحه وړاندې کړې ده.

چين د دغې درې اړخيزې سرمشريزې همکاريز ميکانيزم د سیمې د اقتصادي همکاريو لپاره يو نادر او عجيب کار بللی دی.

ولې دا يو عجيب کار دی؟

په دغې سرمشريزې کې د ختيځې اسيا، جنوب ختيځې اسيا او منځني ختيځ هېوادونو ګډون کړی و.

د چین د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د اسيا او ارام سمندر او نړيوالې ستراتيژۍ څېړنيز انسټيټيوټ څېړونکي شيو لي پینګ له سي اېم جي سره په خبرو کې ويلي، چې دغې سرمشريزې د چین او اسيان او د چين او د خليج هېوادونو د همکارۍ کمېټې د سرمشريزو په پرتله د سیسټم د جوړولو په برخه کې نوښتي کار ترسره کړی دی.

دغه درې اړخيز همکاريز ميکانيزم به د کمربند او لارې په باکيفيته ګډې ابادۍ سره يو نوی او مهم ډګر وګرځي او د نويو اقتصادونو د متقابل درناوي او د همکاريو له لارې د ګډو برياليتوبونو د ترلاسه کولو لپاره به يوه نمونه جوړه کړي او خپل لارښوونکی رول به ولوبوي.

اوسني نړيوال وضعيت ته په کتو، خلک د دغو هېوادونو د څو اړخيزو همکاريو پر اړتياوو، ارزښتونو او اهميت ښه پوهېږي.

اې اېف پي (AFP) خبري اژانس د مې په ۲۷مې نېټې ويلي، امريکا په روان کال کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو پر وړاندې د اضافي تعرفو تګلاره غوره کړې، چې دغې کړنې يې نړيوالې سوداګرۍ ته زيانونه رسولي او اسيان او نور هېوادونه یې اړ کړي، چې سوداګريزې ټولنې جوړونې او څواړخيزتوب ته لومړيتوب ورکړي.

د پيسو نړيوال صندوق د اپرېل په وروستۍ لسيزې کې، د امريکا د تعرفو تګلارې له امله چې پر نړۍ یې بد سیوری غوړولی، د نړيوال اقتصاد وړاندوينه په سلو کې دوه اعشاريه اتو ته راټيټه کړې ده.

اوس نړيوال وضعيت پېچلی او د نړيوال اقتصاد پرمختګ کمزوری دی.

چين د دغو ننګونو پر وړاندې له اسیان او د خليج هېوادونو همکارۍ کمېټې سره اقتصادي ډله جوړه کړې، چې دا به نه يوازې د خپلې اقتصادي سمسورتيا بلکې د اسيا او حتی د نړۍ د سولې او پرمختګ د پرمخبېولو لپاره هم ګټور وي.

د دې مثلت درې اړخيزې همکارۍ به نه يوازې د درېيو خواوو پر همکاريو، بلکې د نړۍ پر چارو هم پراخ اغېز ولري او تر هر څه وړاندې به دغه همکاريز موډل د درېیو خواوو اقتصادي امکانات زيات کړي.

چين لویه صنعتي توليدي، علمي او تخنيکي نوښتي وړتيا او پراخ بازار لري او د اسيان لس هېوادونه بیا غني طبيعي سرچېنې او د نفوس غوره والی لري او دغه راز د خليج هېوادونو د همکارۍ د کمېټې شپږ هېوادونه غني انرژۍ، پانګې او همکاريز امکانات لري، نو يو د بل کمبود پوره کولی شي.

سربېره پردې چين د سعودي عربستان په شمول د څلورو هېوادونو اتباعو ته له ويزې پرته دغه هېواد ته د سفر کولو تګلاره اعلان کړې، چې د دې کمېټې غړي هېوادونه به هم ترې برخمن شي.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې درې واړه خواوې به داسې لوی بازار جوړ کړي، چې پراخې سرچینې او تخنيکونه به ولري، مستعد کسان به پکې اغېزناکې تبادلې وکولی شي او د سوداګرۍ او پانګونو ډېرې اسانتياوې به ولري او ټولې خواوې به ګډ پرمختګ ومومي.

د قطر يوه کارپوه ويلي، هر څوک به له دغې تاريخي سرمشريزې څخه ګټه واخلي. درې اړخيزې همکارۍ روښانه راتلونکی لري.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In