د ایران ولسمشر حسن روحاني د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف استعفا رد کړې ده. ظریف پر خپل انسټګرام یوه پیغام کې خپله استعفا اعلان کړې، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت اوس ویلي چې ولسمشر روحاني د هغه استعفا رد کړې ده. د روحاني د دفتر مشر ویلي، د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپله دنده کې بریالی پاتې شوی دی او دوی د هغه د کار په اړه راضي دي. تېره ورځ ایرنا خبري اژانس لیکلي وو چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس موسوي د ظریف استعفا تایید کړې ده. د ایران د ولسمشرۍ دفتر مشر محمود واعظي هم د جواد ظریف استعفا په اړه ویلي وو چې ولسمشر حسن روحاني د هغه استعفا نه ده منلې. هغه پر خپل ټویټر لیکلي چې د ولسمشر له خوا د جواد ظریف د استعفا منلو په اړه خپور شوی خبر دروغ دی. جواد ظریف له ۱۳۹۲ کال راهیسې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دی.



































