هندي رسنیو ویلي، چې د هند حکومت پنځو ښارونو کې خپلو ځواکونو ته امر کړی دی چې د تیارسي په حالت کې و اوسي. د هند ټایمز اف انډیا لیکي چې حکومت امر کړی دی چې ځواکونه دې ممبۍ، دلې او پنځو نورو ښارونو کې دې د راتلونکي ٧٢ ساعتونو لپاره تیارسی و اوسي ځکه پاکستان ویلي دي چې هغوی به هند ته ځواب ورکړي. ټایمز اف انډیا د یوې منبع له قوله ویلي، چې د پاکستان د پوځ لخوا د مستقیم برید نه بلکه د پاکستان د استخباراتي ادارو په ملاتړ د ترهگرو د برید امکان زیات دی نو له هم دې کبله زیات امنتیي تدابیر نیول شویدي. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په بالا کوټ د هند د هوایي برید نه وروسته ویلي، چې پاکستان به هند حیرانه کړي او هند دې اوس حملې ته انتظار وباسي. هند د پاکستان د گواښونو نه وروسته د پنجاب، راجهستان او گجرات په ایالتونو کې دغه اقدامات کړي دي. د هند د کورنیو چارو وزیر رجنات سنگ یوه بیړنۍ غونډه هم رابللې ده چې د برید د شنډولو په اړه خبرې وکړي.


































