راپورونه وایي، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي پوځ یوه جنګي الوتکه را نسکوره شوې چې له امله یې لږ تر لږه درې تنه وژل شوی دي. پاکستانۍ ډان ورځپاڼې بیا د پاکستان د پوځ د ویاند اصف غفور له قوله ویلي چې دا الوتکه د دوی له لورې په نښه شوې ده. غفور دغه راز ویلي چې یو بله الوتکه د پاکستان په خاوره کې ویشتل شوې او پیلوټ یې د پاکستاني پوځیانو له خوا نیول شوی دی. په ورته وخت کې هندي چارواکي وایي چې خاورې ته یې درې پاکستانۍ الوتکې ننوتلې دي. د دې دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ کړکېچ وروسته تر هغه ډېرېږي چې د هند تر کنټرول لاندې پلوامه سیمه کې د هند پر پوځ خونړی ځانمرګی برید وشو او هندي پوځ د غچ اخیستنې په ډول د پاکستان په خاوره کې هوایي بریدونه وکړل او د جیش محمد وسله والې ډلې د درې سوو وسله والو د وژلو ادعا یې وکړه.



































