د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د ټلفوني خبرو پر مهال ویلي چې ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د راټوکېدلي تازه کړکېچ حلولو کې مرستې ته چمتو دی. د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلفوني خبرو کې هغه ته د دواړو هېوادونو ترمنځ په راټوکېدلي تازه کړکېچ اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې ایران چمتو دی ددې دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ستونزو په حل کې مرسته وکړي. هغه دغه راز له دواړو هېوادونو غوښتنه کړې چې له زغم نه کار واخلي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل او فصل کړي. ټاکل شوې چې ظریف له خپل هندي سیال سره هم پر ټلفون خبرې وکړي او ترې د صبر غوښتنه وکړي. هند او پاکستان وروسته تر هغه په یوبل پسې الوتکې راپورته کړې چې په هندي کشمیر کې پر هندي پوځ خونړی ځانمرګی برید وشو او هند د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر پټنځایونو هوایي عملیات وکړل.



































