د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه پاڼه سوشیل ټروټ په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې امریکا د ایران پر ۳ ځایونو فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو بریدونه کړي دي. نوموړي ویلي، چې پر فوردو تاسیساتو د بمونو باران وشو او دا مهال ټولې الوتکې په خوندي ډول د ایران له فضایي حریم څخه وتلي دي. ټرمپ دغه راز ویلي، چې هغه به د واشنګټن ډي سي پر وخت د شپې لس بجې له سپینې ماڼۍ څخه د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو په اړه وینا وکړي. ایراني رسنیو ویلي، چې څه هم د دې برید د دقیقو جزییاتو څرنګوالی تر اوسه روښانه نه دی، خو ایراني چارواکي به ډېر ژر خپل رسمي دریځ څرګند کړي.




































