د امریکا د کانگرس غړو د پاکستان او هند نه غوښتي چې خپل منځني اختلافات په خبرو حل کړي او د جنگ او شخړو نه ډډه وکړي. له هغې وروسته چې د پاکستان او هند ترمنځ په سرحد شخړې شوې دي او هند او پاکستان دواړو د یو بل د الوتکو د ویشتلو ادعاگانې کړي دي، نړیوالې ټولنې په دواړو ملکونو غږ کړی دی چې د زغم او صبر نه کار واخلي. د امریکا د کانگرس جمهوري غوښتونکي غړي مایکل مککو هم په دواړو ملکونو د زغم غږ کړی. هغه ویلي، چې د پاکستان او هند د اړیکو خرابېدل د امریکا لپاره د اندېښنې وړ خبره ده. نوموړي ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمیر پر مسله اختلاف د ډیر وخت نه موجود دی. ده ویلي امریکا به هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه مسله حل کړي.