امریکا له پاکستان غوښتي چې ترهگرو ډلو ته دې د خوندي ځایونو له برابرولو څخه لاس واخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د هند او پاکستان ترمنځ د وروستۍ شخړې په اړه ویلي، چې پاکستان باید د ملگرو ملتونو د امنیت شورا کې خپلې ژمنې عملي کړي او مالي منابعو ته د ترهگرو د لاس رسي مخه ونیسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، ویلي چې واشنگټن له هند او پاکستان غواړي چې د راون کړکېچ د راکمولو لپاره ژر اقدام وکړي. ددغه امریکایي چارواکي په وینا د هند او پاکستان له لوري د پوځي فعالیتونو زیاتېدل به اوسنی وضعیت نور هم سخت کړي.