د نړیوال بانک یوه پلاوي تاجکسان په تېره بیا ددغه هېواد لرې پرتو او کلیوالي سیمو ته تر سفر وروسته د اوبو رسونې او روغتیایي اسانتیاو برابرولو په برخه کې د ۵۸ میلیون بلاعوضه مرستې ژمنه کړې ده. ددې پروژې په عملي کېدو سره به د تاجکستان د لرې پرتو سیمو په زرګونه کورنیو، ښوونځیو او روغتونونو کې د څښاک د پاکو اوبوه او د اوسېدونکو لپاره یې د روغتیایي اسانتیاو زمینه برابره شي. په تاجکستان کې د نړیوال بانک دایمي استازی «یان پیتر آلترس» وایي، دلته په لرې پرتو او کلیوالي سیمو کې تر اوسه پورې خلک د پاکو اوبو او روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې ددې پروژې په عملي کېدو سره به یې ستونزې تر یوې کچې حل شي.



































