هند له پاکستان سره د هغه هوایي برید جزیات نه شریکوي چې تېره اوونۍ یې په پاکستان کې د دېره جیش محمد ډلې پر یوه مرکز کړی و. دا خبره د هند د ماليې وزیر ارون جیټلې په نوي ډیلي کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې. هغه ویلي هېڅ یوه امنیتي اداره د عملیاتو جزیات له بل چا سره نه شریکوي او نوی ډیلی به هم په دې اړه هېڅ ډول معلومات له پاکستاني حکومت سره شریک نه کړي. هند د فبرورۍ په ۲۶مه وروسته له هغې په پاکستان کې د جیش محمد ډلې یو لوی مرکز په نښه کړ چې دې ډلې د فبرورۍ په ۱۴مه په هندي کشمیر کې په یوه ځانمرګي برید کې تر ۴۰ ډېر هندي سرتېري ووژل. هند ادعا کړې چې د جیش محمد پر مرکز په برید کې د دې ډلې ان تر ۴۰۰ پورې غړي وژل شوي دي.



































