د امریکا ولسمشر وايي که شمالي کوریا پیاوړی اقتصاد غواړي نو باید اټومي وسلې له منځه یوسي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، تر هغه به په شمالي کوریا بندیزونه وي، چې دوی خپلې اټومي وسلې نه وي ختمې کړې. دده په خبره که شمالي کوریا پیاوړی اقتصاد غواړي نو باید خپلې اټومي وسلې له منځه یوسي. د ټرمپ او کیم جونګ اون ترمنځ لیدنه بې پایلې پای ته ورسېده او ویل کېږي چې د کیم جونګ اون غوښتنې ډېرې لوړې وې. ټرمپ وایي لا هم هیله شته چې له شمالي کوریا سره یوې هوکړې ته ورسېږي.



































