د برتانیې لومړۍ وزیرې ټریزا مې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر ټلیفون خبرې کړې دي. د ټریزا مې دفتر ویلي چې په دې خبرو کې نوموړې له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ټولو ترهرګرو ډلو پر ضد بې له کوم توپیره اغېزمن ګامونه پورته کړي. د برتانیې د لومړۍ وزیرې دفتر له عمران خان سره د هغې د خبرو په اړه ویلي، مې د عمران خان د دې ژمنې هرکلی وکړ چې ګني له هند سره به تازه راټوکېدلی کړکیچ راکم کړي. نوموړې وروسته له هغه عمران خان سره پر ټلفون خبرې کوي چې په هندي کشمیر کې یوه درانه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۴٠ هندي ملیشه عسکر ووژل، هند او پاکستان له یو بل سره د جګړې پر پوله ودرېدل او په یو بل پسې یې الوتکې راپورته کړې. د هغه برید پړه جیش محمد ډلې پرغاړه واخیسته. هند پر پاکستان تور لګوي چې جیش محمد ډلې ته یې ځای ورکړی دی، خو اسلام اباد بیا دا تورونه ردوي.



































