د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزير هوانګ ژون چيو د سپتمبر په ۲۸مه نېټه خبر ورکړی، چې د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د چاپيريال ساتنې وزيرانو په ۲۶ مه غونډه کې د چاپيريال په اړه د همکارۍ عملي پلان (۲۰۲۶- ۲۰۳۰) تصويب او لاسليک کړی دی. دغه پلان د همکارۍ په ۸ عمده برخو کې يو لړ فعاليتونه طرحه کړي او د چاپيريال په برخه کې يې د درېواړو هېوادونو د راتلونکو ۵ کلونو د همکارۍ لپاره ټينګ بنسټ اېښودلی دی.
نوموړې غونډه په همدې ورځ د شان دونګ ولايت په يان تای ښار کې تر سره شوی.

د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د چاپيريال ساتنې وزيرانو غونډه د دغو درېيو هېوادونو د مشرانو د غونډو تر چوکاټ لاندې مهم همکاريز ميکانيزم دی. هوانګ ژون چيو ويلي، چې د درېيو هېوادونو د چاپيريال څانګو په پر له پسې توګه خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړې، د چاپيريال له سيمه ييزو او نړيوالو ننګونو سره يې ګډه مبارزه کړې، په وار سره يې د درېيو مرحلو عملي پلانونه عملي کړي او د هوا د ککړتيا ، د شګو توپانونو د مخنيوي او د کيمياوي توکو د مديريت په شمول يې په زياتو برخو کې د همکاريو برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.



































